پیشګام
۰۵ می ۲۰۲۴



د فلسطین له آزادي غوښتونکي غورځنګ ملاتړ وکړو

د فلسطین ولس څو لسیزې کېږي، چې د اسرائیلي فاشیستانو او د لودېځو ستمګرو دولتونو، د ګډو ښکېلاکي موخو له امله وژل کېږي، ربړیږي او د ظلم او ستم تر لاندې ژوند تېروي. لودېځ دولتونه، چې په ټوله مانا له خپل ستراتیژیک ملګري، اسرائیل څخه ملاتړ کوي، په دې بېرحمانه جګړه کې د خپلو اقتصادي ګټو په پام کې نېولو سره د زرګونو ماشومانو، مېرمنو او نارینه وو وژل نه یوازې بی ارزښته ګڼي، بلکې د وسلو په پلورولو  او له اسرائیل څخه په سیاسي ننګې سره له دې خونګړې جګړې څخه هر اړخېزه ملاتړ هم کوي.
که یوې خوا ته لوېدیځ ښکېلاکګر دولتونه د اسراییل تر څنګ ودرېدلي دي، له بلې خوا بنسټپال او ارتجاعي دولتونه بیا د فلسطین د بنسټپالو په ملاتړ خپلې اوږدمهالې او ستراتیژیکې موخې تعقیبوي. د دې تر څنګ ډېری عرب ارتجاعي دولتونه، چې د بېلابېلو لوېدیځوالو ښکېلاکګرو د نوکرۍ پړی پر غاړه لري، یا په ښکاره له لوېدیځ دولتونو سره ودرېدلي او یا هم په شرمناکې چوپتیا سره دا ظلم او ستم تائیدوي.
خو په دې مینځ کې دریم اړخ، د نړۍ د ولسونو او د ملي دموکراتو هېوادنو، بنسټونو او غورځنګونو اړخ دی. دا اړخ پر فلسطیني پرګنو تېر او اوسنی ظلم او بلوس غندي او د خلکو له ګټو ملاتړ کوي. په غزه کې د اوسني ناورین په غبرګون کې د ډېر شمېر اعتراضونو تر څنګ همدا څو ورځې مخکې د امریکې په متحده ایالتونو کې د کلمبیا پوهنتون محصلینو، چې د فلسطیني وګړو د وژنې او د اسرائيل دولت د جنایتونو په وړاندې د  اعتراض په نښه د پوهنتون ودانۍ نیولی وی، د دې ملاتړ یو ولسي پرتمینه بېلګه ده. د امریکې د ښکېلاکګر او مستبد دولت څارندوی، چې د فلسطین د وګړو په ننګه هېڅ ډول اعتراض او فریاد زغملی نشي، پر دې پوهنتون برید ویوړ چې د فلسطین په ملاتړ د اعتراض کمپونه له مینځه ویسي. د پولیسو دا کرغیړن چلند دونالد ترامپ، د امریکې متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر او د راتلونکو ټاکنو نوماند، یو «ښکلی» حرکت وګڼو  او معترضان یې «قهرجن لیوني او د حماس خواخوږي» ونومول. دا چټلې څرګندونې د دې تر څنګ چې د فلسطیني وګړو له وژنې څخه د ملاتړ مانا لري، په ورته وخت کې د امریکې د پانګوالې دموکراسۍ کاذبانه څېره هم په ښه توګه بربنډوي.
له فلسطیني وګړو څخه ملاتړ او دفاع، په هېڅ توګه د بنسټپالانو څخه د دفاع او ملاتړ مانا نلري. بنسټپالان هڅه کوي فلسطیني وګړي د خپلو بنسټپالو موخو لپاره برمته کړي، چې دا په هېڅ ډول د فلسطینیانو آزادۍ غوښتونکی غورځنګ او مبارزه پیکه کولای نشي. د نړۍ ټول با وجدانه، آزادي غوښتونکي او د انسانیت پلویان دنده لري، چې د فلسطیني وګړو او پرګنو تر څنګ ودرېږي. 
د دې تر څنګ چې د فلسطینانو تر څنګ ودریږو او له مبارزې یې ملاتړ کوو، باید له یاده ونباسو، چې په هېڅ ډول بنسټپالانو ته مشروعیت ورنکړو. د فلسطین د خلکو مبارزه هغه وخت پایلو ته رسېږي، چې له بنسټپالۍ مکروب او جراثیم څخه پاستوریزه شي. بنسټپالانو ښودلی چې څنګه آزادي بخښوونکي غورځنګونه د ښکېلاکرو په ګټه او نفعه قرباني کړي. زموږ هېواد یې یوه ښه بېلګه ده: جهادي بنسټپالانو په مرییتوب سره د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د افغانانو آزادي بخښوونکی غورځنګ او جګړه د امریکې په «پروژې» بدله کړه، چې پایلې مو ورته ولېدلی او همدا بنسټپالان بیا په تېر شل کلن نیواک کې د امریکې د لاسپوڅي دولت برخه وه. همدا ډول د شل کلن اشغال په وړاندې، امریکې د تېرو تجاربو په لرلو سره د «مقاومت» پروژه بیا هم د بنسټپالانو بلې برخې (طالبانو) ته وسپارله، چې بالاخره یې د دوحې قراردادیان د ستمګرۍ د لړۍ د غزولو لپاره د افغانانو پر اوږو د دویم ځل لپاره سپاره کړل.
د تېرو تجاربو او د اوسنی پېر په پام کې نېولو سره، اړینه ده چې هر ډول آزادي بخښوونکی غورځنګ له دموکراتیکو ارزښتونو سره مل وي. تاریخ ښودلی، چې بنسټپالان په هېڅ توګه ولسونو ته آزادي نشي ورکولی.د دې لپاره ښايي د نړۍ ټول دموکرات او آزادي غوښتونکي ځواکونه او افراد په فلسطین کې د بنسټپالانو پر ځای د دموکراتو او سکیولارو ځواکونو څخه ننګه او ملاتړ وکړي؛ دا د فلسطیني ربړیدلي ولس سره د پیوستون تر ټولو ارزښتناک قدم ګڼل کېږي.

یو قاتل ته 

محمود درویش دا شعر یو اسرائیلی سرتېری ته په خطاب کې ویلى دى.

 

که «جنین» ته دې دیرش ورځې مهلت ورکړى وى

اوس به له نورو احتمالاتو سره مخ وی:

شاید نیواک پاى ته رسېدلى وى

او د یوې مور د سینې ماشوم به محاصره په یاد نلرلی

د یو روغ ماشوم په شان به لوى شوى وى

زلمیتوب ته به رسېدلى وى

او ستا له یوې لور سره به یې په ټولګي کې

د آسیا لرغونى تاریخ لوستی

شاید هم د یو بل د مینې په لومه کې ګرفتار شوی وی

شاید دواړو یوه لور لرلی

 چې یهودۍ به زیږېدلى وى.

 

تا څه وکړل، ها؟

اوس دې لور کونډه

لمسۍ دې  یتیمه

وګوره پر خپلې میراتې کورنۍ دې څه کانې وکړئ

څنګه دې په یوه مردکي درى کوترې وویشتئ؟